IQNA

د افغانستان د  ولسی حکومت د  نسکوریدا علتونه زلمي خلیل زاد او د دوحې موافقه ده

16:02 - December 18, 2021
د خبر لمبر: 3485133
تهران(ایکنا) – دحمد  الله محب په دغو څرګندونو د افغانستان ځینو سیاسي شخصیتونو او نړیوالو غبرګونونه ښودلي دي  .

ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،  د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني دملی امنتی سلاکار حمد الله محب په څرګنونو یو شمیر افغان شخصیتونو او همداراز نړیوالو په تیره بیا امریکائي چارواکو غبرګونونه ښودلي او وئيلي ئې دي چې داشرف غني حکومت د افغانستان پخپلو پښو ددرولو په ځاي په  سیاسی اوا قتصادي اړوندوالي سره د ولسی حکومت دنسکوریدا سببونه برابر کړل .

حمد الله محب پخپلو یولړڅرګندونو کې ددې خبرې په کولو سره چې داشرف  غني حکومت له افغانستانه د امریکا د وتلو موضوع جدي نه وه ګڼلي زیاته کړې ده، د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلیزاد او دغه راز د  امریکا او طالبانو ترمینځ د دوحې موافقه ، د کابل دحکومت دنسکوریدا اصلي عاملان وو .

هغه له لویدیځي رسندویو سره پخپلوڅرګندونو کې زیاته کړې ،زلمي خلیلزاد  د افغانستان حکومتي ځواکومنو ته اجازت نه ورکوو،چې د طالبانو په ضد وجنګیږي،

په عین حال کې د اشرف غني د پخواني حکومت د ملی امنیت سلاکارحمد الله محب وئيلی دي ، طالبانونیّت درلود،دکابل له نیولووروسته اشرف غني د افغانستان د پخواني ولسمشر نجیب الله په څير پانسي کړي .

دا په داسې حال کې دي چې دافغانستان د کډوالو دچارو پخواني وزیر حسین عالمی بلخي  ددغو څرګندونو په غبرګون  کې ووئيل، داشرف غني  حکومت د ټولشموله حکومت د نه جوړولو په علت، داقتصادي بندیز او د شتمنیود تړل کیدا چې په ځان پسې ئې د افغانستان د ولس بې  وځلي او بدوضعیّت درلودلی ګرَم دی .

د افغانستان د پارلیمان پخواني غړي ،جعفرمهدوي  هم دحمد الله محب دڅرګندونو په غبرګون کې ووئیل ، دافغانستان پخواني حکومت د سیاسی ،اقتصادي ،کلتوري  اړوندوالي او د خزانې له خالي کولو پرته د افغانستان د ولس لپاره هیڅ بریا نه ده درلوده  او  اوس هم هیله لري چې د  ولس پر مقدراتو واکمن شي .

د افغانستان یوشمیر نوروسیاسی اومدني شخصیّتونو اوسیاستوالانو هم وئيلي دي ،د اشرف غني پشمول د افغانستان حکومت د سپينې ماڼۍد نړیوالو وضصعیّت په باب د تحلیل د قدرت نشتوالی ، بې اطلاعائي ،له دسیسو  سره د مقابلې لپاره  د سیاسی او ټولنیز قدرت نه درلودل  او د مدیریّت کمزوري، د کابل د حکومت د نسکوریدا دلیلونه  وو، او د حمد الله محب وروستۍ څرګندونې  ددغو خیانت کارو  په وړاندې د خلکوله منافعو، او احساساتو څخه د ناسمې استفادې او د جنایت او خیانت دوسیه جوړولی شي .

داپه داسې حال کې دي چې د امریکا د پنټاګان ویندوي جان کربی پرون په یوه خبری کنفرانس کې د حمد الله محب د څرګندونو په غبرګون کې وئيلي دي ، دافغانستان حکومت ئې له طالبانو سره د دوحې له موافقې خبر کړی ؤ او ورته ئې وئيلي وو چې امریکا له افغانتسانه د وتلو نیّت لري .البته دغې چارې د افغانستان د ځواکونو روحیه تر ډيره حده کمزوري کړې وه . جان کربی د عواملو ټولګه د اغانستان د نظام په نسکوریدا کې دخیله بللې او وئيلي ئې دي ،چې امریکا د خپل کړچار په ارزونې بوخته ده .

ټاکل شوې ده ،په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ د ارزونې لپاره یو کمیشن جوړ کړي .    

https://www.irna.ir/news/84581112/%D9%

captcha